د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۳,۷ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د تولید پوروژو کارونه پیل شوي دي.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۲۶۱ مېګاواټه برېښنا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو لکه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې ۲۲,۷ مېګاواټه، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې ۴۰ مېګاواټه، هرات کې پنځه مېګاواټه، لغمان ڪې ۱۰ مېګاواټه، هرات کې ۴۳,۲ مېګاواټه، د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې ۴۰ مېګاواټه، د ننګرهار د صنعتي پارکونو لپاره ۴۰ مېګاواټه، د جوزجان په شبرغان کې ۵۰ مېګاواټه او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې شاملې دي.
په همدې حال کې د برېښنا شرکت ریئس عبدالباري عمر د برېښنا په برخه کې د هېواد د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره د نورو پروژو د پیل کېدو یادونه کړې ده.
د عمر په وینا ددغه پروژو له ډلې به په نږدې راتلونکي کې د هېواد له ۷۰-۸۰ ولسوالیو کې د ځینو پروژو عملي کارونه پیل شي.
نوموړي همداراز ویلي چې موږ به نږدې راتلونکي کې د هېواد له ۷۰-۸۰ ولسوالیو پورې د برېښنا د تولید پروژې داوطلبۍ ته وړاندې کړو تر څو دغه ټولو ولسوالیو ته برېښنا ورسول شي.
د هېواد د برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې د سرپرست حکومت د څه باندې درې کلنې واکمنۍ په جریان کې د برېښنا نږدې ۹۰۰ لویې او کوچنۍ پروژې ډیزاین شوې دي.
باید وویل شي چې افغانستان دا مهال له دوه نیم-درې زره مېګاواټه پورې برېښنا ته اړتیا لري چې ددغې برېښنا یواځې ۲۵ سلنه له کورنیو سرچینو څخه پوره کېږي او پاتې ۷۵ سلنه هغه له ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردېږي.




