کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډېرې واورې، باران او سېلابونو اټکل شوی

د ملکي هوایې چلند د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې سبا(جمعې)په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ډېرو بارانو، واورې او سېلابونو راوتلو اټکل ورکول شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې په پنجشېر، پروان، بامیان، دایکندي، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فرا، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل او نورستان ولایتونو کې به د جمعې په ورځ…

2025-01-16 05:21 419۱ دقیقې لوستل
د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ډېرې واورې، باران او سېلابونو اټکل شوی

د ملکي هوایې چلند د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې سبا(جمعې)په ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ډېرو بارانو، واورې او سېلابونو راوتلو اټکل ورکول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په پنجشېر، پروان، بامیان، دایکندي، غزني، کندهار، ارزګان، هرات، فرا، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل او نورستان ولایتونو کې به د جمعې په ورځ سخت بارانونه، واورې او ناڅاپي سېلابونه راووځي.

د هوا پېژندنې ادارې په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱-۱۵ ملي مترو پورې او همدارنګه د واورې اندازه له ۵-۱۵ ملي مترو پوري اټکل کړې ده.

یادې ادارې ددغه ولایتونو له اوسېدونکو څخه د احتیاطي تدابیرو د نیولو غوښتنه کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب