کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په سړو سيمو کې نن نوی ښوونیز کال پيل شو

د هېواد په سړو سيمو کې نن ۱۴۰۴ ښوونيز کال د ځانګړو مراسمو په جوړولو سره پيل شو. په‌ دغه مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د پوهنې وزير او نورو چاروکو ګډون کړی وو. د ښوونيز کال د پيل مراسمو کې اداري مرستيال له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې داسې نصاب رامنځته کړي ترڅو د هېواد ټولو اړتياوو ته ځواب ووایي. دی همداراز…

2025-03-19 22:37 123۱ دقیقې لوستل
د هېواد په سړو سيمو کې نن نوی ښوونیز کال پيل شو

د هېواد په سړو سيمو کې نن ۱۴۰۴ ښوونيز کال د ځانګړو مراسمو په جوړولو سره پيل شو.

په‌ دغه مراسمو کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د پوهنې وزير او نورو چاروکو ګډون کړی وو.

د ښوونيز کال د پيل مراسمو کې اداري مرستيال له پوهنې وزارت څخه وغوښتل چې داسې نصاب رامنځته کړي ترڅو د هېواد ټولو اړتياوو ته ځواب ووایي.

دی همداراز ويلي، د حکومت مشرتابه د پوهنې وزارت ټولو اړتياوو پوره کولو ته ژمن دی چې افغانستان يو غوره معارف ولري.

په همدې حال کې بيا د پوهنې وزارت سرپرست ويلي، له ښوونيز نصاب به ټول هغه څه‌ لرې کړي چې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

ده‌ همداراز زياته کړې، پر يوه داسې نصاب کار کوي چې له ديني علومو سره سره پکې عصري علومو ته کار شوی وي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب