کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانو، واورو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په راتلونکو دوه ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی. دغه وزارت نن ورځ(دوشنبه)پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه به د هېواد په هریرود، شمال، کابل، پنج امو حوزه او یو شمېر نو…

2025-04-07 02:48 93۱ دقیقې لوستل
د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانو، واورو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی چې په راتلونکو دوه ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران، واورې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت نن ورځ(دوشنبه)پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روان ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په ۱۹ او ۲۰مه نېټه به د هېواد په هریرود، شمال، کابل، پنج امو حوزه او یو شمېر نورو سیلبرونو کې د بارانونو او شدیدې واورې ورېدلو له امله ناڅاپي سېلابونه راووځي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه سېلابونو له امله به د غور، بادغیس، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، غوربند، پنجشېر، لغمان کنړ، کابل، بغلان، تخار، کندوز او کوکچې سیندونو کې د سېلابونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړوالي اټکل ورکول شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب