کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل ورکول شوی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدلو، تالندې او برېښنا او د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دی. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددغه واورې، بارانونه تالندې برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل په بغلان، بلخ، غور، بادغیس، دایکندي، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني،…

2025-04-03 19:40 39۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل ورکول شوی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت سبا د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او واورې ورېدلو، تالندې او برېښنا او د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددغه واورې، بارانونه تالندې برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل په بغلان، بلخ، غور، بادغیس، دایکندي، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ورکول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵-۲۵ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰-۲۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې همدارنګه لیکل شوي چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي او مرکزي ولایتونو ڪې د تېزو بادونو اټکل ورکول شوی دی چې سرعت یې په یوه ساعت کې له ۵۰-۸۰ کیلو مترو پورې ښودل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب