د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، برېښنا، تندو بادونو او د سېلابونو راوتلو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نن(پنج شنبه، د غبرګولي اتمه) په بدخشان، تخار، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، پنجشېر، پروان، بغلان، بامیان او میدان وردګو ولایتونو کې د باران، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل ورکړی دی.
د یاد وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۵-۳۰ ملي مترو ښودلې ده.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په جنوبي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون له تندو بادونو سره د دوړو د رامنځته کېدلو اټکل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د بادونو چټکتیا په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه ساعت کې له ۵۰-۸۵ پورې ښودل شوې ده.




