کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، دوړو او ناڅاپي سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چنګاښ په ۲۹مه او ۳۰مه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، پکتی…

2024-07-18 01:07 183۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د ورښتونو، دوړو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې برېښنا، دوړو او ناڅاپي سېلابونو راوتو اټکل کړی دی.
دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د چنګاښ په ۲۹مه او ۳۰مه د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، ننګرهار، کابل، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د باران، تالندې، برېښنا، دوړو او ناڅاپي سېلابونو د احتمال وړاندوینه شوې ده.
د خبرپاڼې له‌مخې، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو اټکل شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمالي، لوېدیځ، سوېلي او ختیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو احتمال شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې اټکل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak
Sarhadi Zwak

سرحدي ځواک افغان خبريال او لیکوال دی. هغه له تېرو پنځلسو کلونو راهيسې د هېواد له بېلابېلو رسنيو سره د خبريال، ايډيټر او مدير په توګه دندې تر سره کړې دي. نوموړی اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د افغانستان او سيمې په ورځنيو مهمو سياسي او ټولنيزو مسايلو خبرونه او راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب