کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته. کابل، هرات، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان، سرپل، فاریاب، جوزجان، فراه، نیمر…

2026-01-29 07:56 221۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سختو ورښتونو او د سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په شاوخوا ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو احتمال شته. کابل، هرات، بلخ، غزني، لوګر، میدان وردګ، پروان، سرپل، فاریاب، جوزجان، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ارزګان هغه ولایتونه یاد شوي چې سبا به د ورښتونو شاهدان وي.
په خبرپاڼه کې له اوسېدونکو، په ځانګړي ډول د سیندونو غاړو ته له مېشتو خلکو غوښتنه شوې، چې د احتمالي سېلابونو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او خپل ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب