کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۸ ولایتونو ڪې د باران، واورې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت خبر ورکړی چې نن ورځ(چهار شنبه)د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د باران، واورې، بریښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بارانونه، واورې او سېلابونه به په بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، کنړ، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کند…

2025-04-08 20:13 43۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۸ ولایتونو ڪې د باران، واورې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت خبر ورکړی چې نن ورځ(چهار شنبه)د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د باران، واورې، بریښنا او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.

ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بارانونه، واورې او سېلابونه به په بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، کنړ، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګو، فاریاب او سالنګونو کې رامنځته شي.

د خپرباڼې د مالوماتو له مخې په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵-۳۵ ملي مترو پورې ښودل شوې او د واورې اندازه له ۱۰-۲۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

خبرپاڼه کې همداراز لیکل شوي د سالنګونو په ګډون په جنوبي، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدلو احتمال شته چې سرعت به یې په یوه ساعت کې په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰-۸۵ کیلو مترو پورې ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب