کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هوا پیژندنې ادارې د روانې ثور مياشتې تر دویمې نیټې پورې په هیواد کې د واروې، تېزو بارانونو، تالندې او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د هوا پیژندنې ادارې د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د ثور تر دویمې نیټې په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردک ،بامیان، ډایکنډي، ارزګان، زابل، غزني…

2024-04-20 03:25 137۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هوا پیژندنې ادارې د روانې ثور مياشتې تر دویمې نیټې پورې په هیواد کې د واروې، تېزو بارانونو، تالندې او سیلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د هوا پیژندنې ادارې د خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د ثور تر دویمې نیټې په ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان وردک ،بامیان، ډایکنډي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست او لوګر ولایتونو کې د سالنګ په ګډون د واورې تېزباران او سیلابونو راوتلو اټکل شوی دی. 

یادې ادارې د باران د ورېدو کچه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ تر ۲۰ ملي مترو او د واورې کچه یې ۱۵ تر ۲۰ سانتي مترو پورې ټاکلې. 

دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو همغږی ادارې اوچا په تازه راپور کې د بارانو او سیلابونو له امله ۱۵۰۰ څخه د ډېرو کورنیو د زیانمنیدو خبر ور کړی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب