د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت اړوند د هوا پېژندنې ریاست سبا (سه شنبه) د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او بارانونو اټکل کړی دی.
یاد وزارت پخپله ایکس پاڼه کې ویلي چې دا اټکل په کندهار، هلمند، روزګان، دایکندي، نیمروز، فرا، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، میدان وردګ، بامیان، خوست، لوګر، سرپل، زابل، غزني، پکتیا، پکتیکا، کابل، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، پنجشېر او بدخشان ولایتونو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د باران اندازه به په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۵ـ۴۰ ملي مترو او واورو ورېدلو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ـ۱۵ سانتي مترو پورې وي.




