کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له ۱۱ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي

مسوولانو خبر ورکړی چې نن ورځ(دوشنبه، د ثور ۲)د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۱,۶ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو څلور ورځینی کمپاین شروع کېږي. د ختیځ زون د کتلوي معافیت مسوول حکیم جان ګلابزوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه څلور ورځیني کمپاین کې به د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له پنځه کلونو د ک…

2025-04-20 20:43 117۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له ۱۱ میلیونو ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي

مسوولانو خبر ورکړی چې نن ورځ(دوشنبه، د ثور ۲)د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د ۱۱,۶ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو څلور ورځینی کمپاین شروع کېږي.

د ختیځ زون د کتلوي معافیت مسوول حکیم جان ګلابزوی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه څلور ورځیني کمپاین کې به د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې له پنځه کلونو د کم عمر لرونکي ۱۱,۶ میلیونه ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکول شي.

په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال د پولیو واکسین د ماشومانو لپاره ګټور بولي او کورنیو څخه غوښتنه کوي چې ددغه کمپاین پر مهال خپل ماشومان له دوه څاڅکي واکسین او ویټامین ای څخه برخمند کړي.

د یادونې وړ ده چې د واکسینو دغه پروژه به پرته له ننګرهار، کنړ، نورستان، لغمان، کندهار، او هلمند ولایتونو څخه په نورو ۲۸ ولایتونو کې درې ورځې وخت ونیسي یواځې په یادو ولایتونو کې به څلور ورځې دوام کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب