کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.د هوا پېژندنې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د حمل له ۳۱مې د ثور تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیا…

2024-04-18 02:03 248۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې، سختو ورښتونو، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.
د هوا پېژندنې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي، د حمل له ۳۱مې د ثور تر لومړۍ نېټې په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پروان، سمنګان، بلخ، سرپل، فاریاب، بامیان، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکنډي، بادغیس، غور، هلمند، روزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.
یادې ادارې ویلي، د باران کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۵ څخه تر ۶۰ ملي مترو او د واورې کچه د ۱۵ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
په تېرو څو ورځو کې اورښتونو او سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب