هېواد کې نن دوشنبې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د رسولو څلور ورځنی کمپاین پیلېږي؛خو په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو له امله ځنډول شوی.
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، په دې کمپاین کې چې څلور ورځې به دوام وکړي له پنځو کلونو کم عمره ۱۰،۷ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي.
دوی زیاتوي، د پولیو پرضد روان ملي کمپاین په غور، بامیان او دایکندي کې د وروښتونو او سیلابونو له امله له نورو ولایتونو سره هممهاله نه ترسره کېږي؛ بلکې څو ورځې وروسته به پيل شي.
له پولیو پاک افغانستان پروګرام پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د اوسني کمپاین په ترڅ کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو ترڅنګ د ویټامین اې کپسولونه هم ورکول کېږي.
خبرياله: حبیبه صها




