کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واروې ورېدلو اټکل شوی

د ترانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن ورځ(سه شنبه، د وري ۵مه)د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدلو خبر ورکړی دی چې ورسره د سختو سېلابونو راوتلو اټکل هم ورکول شوی دی. ددغه ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سه شنبه په تخار، بدخشان، کندوز، بغلان، کنړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کا…

2025-03-24 20:36 110۱ دقیقې لوستل
د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واروې ورېدلو اټکل شوی

د ترانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن ورځ(سه شنبه، د وري ۵مه)د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدلو خبر ورکړی دی چې ورسره د سختو سېلابونو راوتلو اټکل هم ورکول شوی دی.

ددغه ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سه شنبه په تخار، بدخشان، کندوز، بغلان، کنړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننګرهار، خوست، زابل، هلمند، ارزګان، دایکندي، غور، هرات، فرا، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غزني، سمنګان، جوزجان او فریاب ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او واورې ورېدلو احتمال شته چې ورسره به په ځینو سیمو کې سخت سېلابونه هم راووځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو شوو ولایتونو کې به د واورې ورېدلو اندازه له ۱۰-۲۵ سانتي مترو او د باران اندازه به ۱۵-۵۰ سانتي مترو پورې ورسېږي.

دغه ریاست همداراز په شمالي، شمال ختیځو، لویدیځو او د سالنګونو په شمول په مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدلو اټکل ورکړی دی چې سرعت  به یې په یوه ساعت کې له ۵۰-۹۵ کیلو مترو پورې ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب