راپور: فرمان الله زبيرزی
د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست خبر ورکړی، چې د هېواد په څلورو ښارونو "ننګرهار، هرات، کندهار او مزار شریف" کې د دوه میلیارده او ۳۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ګڼ شمېر پروژو کارونه پیل او د ډېرو پای ته رسېدلي دي.
یاد ریاست پر خپله اېڪس پاڼه لیکلي، د دې پروژو له ډلې، ننګرهار کې د اووه پروژو کارونه پای ته رسېدلي، د اته نورو کارونه دوام لري او د ۱۹ نورو پروژ کارونه په تدارکي حالت کې دي، چې ټولې ۳۴ پروژې کېږي او ۵۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت ورباندې راغلی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې، همدارنګه، هرات کې ټولې ۷۹ پروژې پلې شوي، چې له جملې یې د ۲۳ پروژو کارونه بشپړ او د ۴۶ نورو کارونه دوام لري، چې ۸۹۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
وړاندې لیکل شوي، کندهار کې د ۵۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ بېلابېلو پروژو کارونه دوام لري، چې له ډلې یې د اووه پروژو کارونه پای ته رسېدلي، د اته نورو کارونه روان دي او ۱۱ نورې په تدارکي حالت کې دي.
همدارنګه، مزار شریف کې د ۶۱ پروژو کارونه د ۳۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دوام لري، چې له ډلې یې د پنځه پروژو کارونه بشپړ شوي، د ۱۱ نورو پروژو کارونه روان دي او د پاتې نورو پروژو په اړه څه نه دي ویل شوي.




