کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د واورې د ډېر ورښت له امله هېواد کې یو شمېر لویې لارې تړل شوې

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د واورې د ډېر ورښت له امله هېواد کې د سالنګونو په ګډون یو شمېر لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.   حق شناس ویلي د سالنګونو لویه لار د ډېرې واورې د ورېدلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او په وینا یې چې اوس مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې…

2025-01-04 03:51 78۲ دقیقې لوستل
د واورې د ډېر ورښت له امله هېواد کې یو شمېر لویې لارې تړل شوې

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پخپله اېکس پاڼه لیکلي چې د واورې د ډېر ورښت له امله هېواد کې د سالنګونو په ګډون یو شمېر لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.

 

حق شناس ویلي د سالنګونو لویه لار د ډېرې واورې د ورېدلو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده او په وینا یې چې اوس مهال د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لار د ترافیکو پرمخ بیرته پرانیزي.

 

د سالنګ د لویې لارې سربېره د غزني ولایت د مالستان او نارو ولسوالیو سرکونه هم د واورې د ډېر ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

 

نوموړی وایې د غزني د جاغوري او اجرستان ولسوالیو سرکونه هم تېره ورځ د واورې د ډېر ورښت له امله تړل شوي و چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د پرسونل په هڅو له واورو څخه پاک او بیرته د نقلیه وسایطو پرمخ پرانیستل شو.

 

پردې سربېره په بامیان، سرپل، غور او دایکندي ولایتونو کې هم د واورې د ورښت له امله لارې بندې شوي چې د بیرته خلاصولو کارونه یې په تېزۍ سره روان دي.

 

حق شناس د ټولګټو وزارت په استازولۍ له هېوادوالو هیله کړې چې د هوا تر بد ترېدو پورې د سالنګونو په ګډون په زیانمنونکو لارو د تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب