کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د وروستیو ورښتونو له امله ټول هېواد کې ۳۳ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستيو ورښتونو له امله هېواد کې ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي. د دغه وزارت وياند ملا جانان سایق وایي، دغه تلفات په بادغيس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دايکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتيا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات ولاي…

2024-04-14 06:13 151۱ دقیقې لوستل
د وروستیو ورښتونو له امله ټول هېواد کې ۳۳ کسان مړه شوي

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستيو ورښتونو له امله هېواد کې ۳۳ کسان مړه شوي او ۲۷ نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت وياند ملا جانان سایق وایي، دغه تلفات په بادغيس، ارزګان، فراه، کندهار، تخار، زابل، پروان، ننګرهار، هلمند، کابل، خوست، دايکندي، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، پکتيا، پکتیکا، لوګر، لغمان او هرات ولايتونو کې اوښتي دي.

نوموړي ویلي، د ورښتونو له امله راوتلو سيلابونو ۶۰۶ کورونه، ۸۵ کيلومتره سرک او شاوخوا ۲ زره جریبه کرنيزه ځمکه تخريب کړې ده.

د دې ترڅنګ، ۲۰۰ څاروي هم تلف شوي او زرګونه کورنۍ زيانمنې شوې دي.

یاد وزارت په تېره کب مياشت کې هم د ورښتونو، واورو او سړې هوا له امله د ۶۰ کسانو د مړينې خبر ورکړی و.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب