احصایې او معلوماتو ملي ادارې پر اېکس ليکلي، سږ کال په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټريک ټنه وريجې تولید شوي، چې د تېر لمريز کال په پرتله دوه سلنه ډېر والې ښيي.
سرچینې ليکلي، روان کال د هېواد په ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وريجې کرل شوې وې، چې ټول حاصل یې ۴۴۷ زړه مټريک ټنه وو.
د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، کندز کې د وريجو حاصلات د نورو ولايتونو په پرتله ډېر يو بل او ۱۶ زره مټريک ټنه، تخار کې يو سل او ۱۶ زره مټريک ټنه، بغلان کې ۶۴ زره مټريک ټنه او ننګرهار کې بيا ۴۰ زره مټريک ټنه وو.
همدې حال کې بيا په سرپل کې د وريجو حاصلات د نورو ولايتونو په پرتله کم حاصلات د درلودل.
خبر پاڼه زياتوي، همدې کال کې افغانستان ۷۲۰ زره مټريک ټنه وريجو ته اړتيا لري.
د ورويجو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ډیروالی راغلی
احصایې او معلوماتو ملي ادارې پر اېکس ليکلي، سږ کال په ټول هېواد کې ۴۴۷ زره مټريک ټنه وريجې تولید شوي، چې د تېر لمريز کال په پرتله دوه سلنه ډېر والې ښيي.سرچینې ليکلي، روان کال د هېواد په ۱۳۵ زره هکټاره ځمکه وريجې کرل شوې وې، چې ټول حاصل یې ۴۴۷ زړه مټريک ټنه وو.د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې، کندز کې د وريجو حاصلات د نورو…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



