راپور: عابد خوږیاڼی
کابل (کوه نور د اسد ۵مه ۱۴۰۴):
د کلونو اوږد مسافرت، بېوسۍ او د غربت تریخ ژوند پای ته ورسېد. د افغان کډوالو کاروان چې له ایران څخه راستانه شوی، اوس خپل پلونه د افغانستان پر خاوره ږدي. دا یوازې فزیکي تګ نه، بلکې د نوې هیلې، نوې لارې او نوي ژوند پیل دی.
د اسلام قلعه سرحدي کمپ ته د دې کډوالو ننوتل د یو نوي فصل دروازه ده. ډېری کډوال که څه هم له فزیکي ستړیا سره مخ دي، خو د خپل اصلي کور امید یې زړونو ته نوی ژوند ورکړی.
را ستانه شوي افغان کډوال وایي، د سختیو ژوند یې پای ته ورسېد، هغه چې د ایران له پولیسو د ظلم په دام کې ګېر وه.
محمدالله، چې شاوخوا درې لسیزې یې په ایران کې ژوند کړی، وایي:" ایراني پولیس زموږ په کور را ننوتل موږ به یې شکنجه کولو اخر مو د صبر جام را ډک شو او د ژوند کړۍ یې را باندې تنګه کړه راغلو خپل هېواد ته هلته مو هر څه پاتې شوه ."
هغه زیاتوي چې له افغان کډوالو سره د ایران چارواکو او عامو وګړو چلند غیرانساني و؛ نه یې حق درلود، نه غږ او نه هم ارزښت.
د افغان کډوالو د بېرته راتګ بهیر بېساری و. ځینې ورځې تر ۳۰ زرو پورې، او ان تر ۴۰ زرو پورې افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. د اسلامي امارت د معلوماتو له مخې، یوازې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې شاوخوا ۷۱۱ زره افغانان له ایران راستانه شوي دي.
د سرپرست حکومت په وینا، د اسلام قلعه په موقتي کمپ کې د کډوالو لپاره ټولې لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي. دا مهال ۱۲ کمېټې دلته پر کار بوختې دي چې کډوالو ته بیړني خدمات ورسوي.
عبدالسلام هجرت، د اسلام قلعه د خدماتو کمېټې مشر وایي: " موږ پوره چمتوالی لرو، دلته را ستانه شویو افغان کډوالو ته ټولې اسانتیاوې برابري شوي دي له مالي مرستې نېولې آن تر د کور لومړنیو وسایلو او صحت برخې ته یې هم پام شوی دی ."
۵۵ کلن علي رضا، چې دولس کاله یې په ایران کې د مزدورۍ ژوند کړی، له خالي لاسه بېرته راستون شوی وایي، د ایراني چارواکو د ظلمونو سربیره یې هغه کور هم ترې پاتې شو چې په ۶۰ میلیونه تومن یې اخیستی و.
علي رضا زیاتوي د راتګ پر مهال چا ترې په یو میلیون هم نه اخیسته.
وایي:" له وسایلو ډک کور راڅخه پاتې شو په موږ یې ژوند دومره را تنګ کړ چې اخر اړ شو ډک کور ورته پرېږدو او خپل وطن ته لاړ شو خو دلته هم د سرپنا ځای نه لرو."
خو افغان چارواکي وایي، سرپرست حکومت پلان لري چې په ۲۵ ولایتونو کې د راستانه شویو کډوالو لپاره د دایمي سرپناه زمینه برابره کړي. دا ژمنه د هغو زرګونو کورنیو لپاره د هیلې یوه دروازه ده، چې کلونه یې له هېواده بهر په سختو شرایطو کې تېر کړي.
احمدالله وثیق، د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمیسیون ویاند، وایي: " موږ د دوی درد درک کو، د دوی لپاره افغان حکومت په ۲۵ ولایتونو کې ښارکوټو جوړول پلان کړي چې په ځینو ځایونو کې د نمرو د وېش لړۍهم پېل شوې، په دغو ښارګوټو کې ښونځي،روغتیایي مرکزونه او د پاکو اوبو برابرول هم په پام کې نېول شوي."
د چارواکو په خبره، هر راستانه شوي کډوال ته ۲۰۰۰ افغانۍ نغده مرسته ورکول کېږي، چې د کډوالو راتګ ته په کتو دا مرسته له ۲۵ میلیونو آن تر ۳۰ میلیونو هم رسیږي.
د افغان چارواکو په باور تر دې دمه نږدې ۲ میلیارده افغانۍ د راستانه شویو کډوالو ترمنځ وېشل شوې دي.
د یادونې ده چې تر څنګ یې یو شمېر خیریه مؤسسې هم له حکومت سره اوږه په اوږه ولاړې دي او کډوالو ته د خوړو، جامو، درملو او روزنیزو خدماتو زمینه برابروي.




