د افغان خبريال يما سياوش او تېر حکومت د ولسي جرګې غړی بکتاش سياوش وايي، چې پلار يې جرمني کې په يوې مرموزې پېښې کې مړ شوی دی.
هغه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکي، چې پلار یې درې ورځې ورک و او د جرمني پولیسو یې مړی موندلی او اوس يې په اړه تحقیقات پیل کړي دي.
هغه زياته کړې: «د جرمني له حکومت او نورو معتبرو نړیوالو ادارو څخه غواړم چې په دې اړه جدي پلټنه وکړي او حقیقت ته تر رسېدو پورې موږ سره وي.»
د یما سیاوش او بکتاش سياوش پلار، محمد داوود سیاووش نومېده. هغه خبریال، محقق او شاعر وو.
د داود سیاوش زوی، پخوانی خبريال يما سیاوش چې وروستيو کې د افغانستان بانک کارکوونکی وو، د ۲۰۲۰ د نومبر په اوومه نېټه د کابل مکروریانو سیمه کې د یوې چاودنې پر مهال ووژل شو.
د هغه وخت حکومت که څه هم تر دې پېښې وروسته د یما سیاوش د قتل په تور د يوې ۱۱ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړ او دا کار يې د طالبانو وباله؛ خو طالبانو هماغه وخت په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل.
د یما سیاوش پلار په تېرو شاوخوا دوه کلونو بيا بيا ځلې د خپل زوی د مرموزې وژنې د څېړنې غوښتنه کړې وه. هغه په دې اړه د جرمونو د څېړنو نړیوالې محمکمې ته هم عارض شوی وو.




