کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: له نړيوالو او سيمه‌ييزو هوايي ډګرونو الوتنې په منظم ډول روانې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد له نړيوالو او کورنيو هوايي ډګرونو څخه الوتنې پر خپل وخت او د ټاکلي مهالوېش له مخې ترسره کېږي. د وزارت د معلوماتو له مخې، په سيمه‌ييزو هوايي ډګرونو کې هم الوتنې په عادي ډول او منظم ډول روانې دي. ياد وزارت زياتوي، چې هڅه کوي د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په بر…

2026-02-28 04:11 133۱ دقیقې لوستل
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: له نړيوالو او سيمه‌ييزو هوايي ډګرونو الوتنې په منظم ډول روانې دي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د هېواد له نړيوالو او کورنيو هوايي ډګرونو څخه الوتنې پر خپل وخت او د ټاکلي مهالوېش له مخې ترسره کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په سيمه‌ييزو هوايي ډګرونو کې هم الوتنې په عادي ډول او منظم ډول روانې دي.

ياد وزارت زياتوي، چې هڅه کوي د مسافرو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې لا نورې اسانتياوې برابرې کړي، څو خلکو ته غوره خدمتونه وړاندې شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب