کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت تر چتر لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د واورې او باران ورېدلو خبر ورکړی دی. یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سبا دوشنبه(د حوت ۶مه) په هرات، فرا، نیمروز، هلمند، زابل، کندهار، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، غزني…

2025-02-23 02:05 119۱ دقیقې لوستل
د ټرانسپورټ او هوایې چلند وزارت د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل کړی

د ټرانسپورت او هوایې چلند وزارت تر چتر لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۹ ولایتونو د واورې او باران ورېدلو خبر ورکړی دی.

یاد ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سبا دوشنبه(د حوت ۶مه) په هرات، فرا، نیمروز، هلمند، زابل، کندهار، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، سمنګان، میدان وردګ، پکتیا، غزني، جوزجان او بلخ ولایتونو کې به باران او واوره وورېږي.

یاد ریاست وړاندوینه کړې چې د واورې د ورښت اندازه به له ۱۰-۴۰ سانتي مترو او د باران هغه به له ۱۵-۵۰ ملي مترو پورې ورسېږي.

همداراز د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په شمال لویدیځ، لویدیځ، جنوب او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د یادونې ده چې د یادو بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰-۱۰۰ کیلو مترو پورې ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب