کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاسپورتونو عمومي ریاست د پاسپورت اخېستلو لپاره نوې پالېسې اعلان کړې

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست اعلان کړی چې تر دې وروسته هېواد کې بې سرپرسته ماشومانو، د محکمې له لورې محکومو وګړو او هغه خلکو ته پاسپورتونه نه ورکول کېږي چې له هېواده بهر ته له تللو منع شوې وي. د پاسپورت ریاست نن ورځ د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، یادو شویو کسانو لپاره به د پا…

2025-08-23 07:08 252۱ دقیقې لوستل
د پاسپورتونو عمومي ریاست د پاسپورت اخېستلو لپاره نوې پالېسې اعلان کړې

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴):
د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورت ریاست اعلان کړی چې تر دې وروسته هېواد کې بې سرپرسته ماشومانو، د محکمې له لورې محکومو وګړو او هغه خلکو ته پاسپورتونه نه ورکول کېږي چې له هېواده بهر ته له تللو منع شوې وي.

د پاسپورت ریاست نن ورځ د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي، یادو شویو کسانو لپاره به د پاسپورتونو وېشل په مکمل ډول ودرول شي.

د دې پالېسۍ له مخې، هغه ډله وګړي چې د حکومت د محکمو له لورې په قضایې، مدني او یا هم په سوداګریزو قضیو کې محکوم شوي تر دې وروسته د پاسپورتونو د اخېستلو اجازه نه لري.

همدارنګه هغه ډله ماشومان چې قانوني سرپرست ونه لري هم د پاسپورت ترلاسه اجازه نه ورکول کېږي.

د پاسپورت ریاست په اعلامه کې راغلي، هغه کسان چې د برېښنایې سیستمونو BAIF  او بایومټریک لخوا یې د وتلو بندیز تاید شوی د پاسپورت له ورکولو به یې انکار وشي.

یاد ریاست ویلي، د دې پرېکړې له کولو یې موخه، د هویت اسنادو د صادرولو کابو کول او د څارنې پروسه پیاوړې کول دي؛ ترڅو له پاسپورتونو د ناوړه ګټې اخېستنې مخه ونیول شي او د هېواد امنیت کلک وساتل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب