د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني وايي، د افغانستان د اوسني حکومت چارواکو د دوی له پلاوي سره په خبرو کې ورته ویلي، چې دغه هېواد شاوخوا ۲۰۰ هغه وسلهوال نيولي، چې په پاکستان کې یې بريدونو کې لاس درلود.
جلیل عباس جیلاني د افغان حکومت لخوا د پاکستاني طالبانو تحريک د ۲۰۰ غړو د نیول کیدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې که دغه کسان افغان اتباع وي نو اسلام اباد نه غواړي چې پاکستان ته یې وسپاري.
له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي جيلاني وويل: « موږ په دې وروستیو کې د یو شمېر کسانو د نیول کېدو په اړه يوه غونډه درلوده او وويل شول، چې که دا نیول شوي کسان افغانان وي؛ نو ښکاره خبره ده، چې مونږ نه غواړو هغوئ مونږ ته وسپارل شي او زمونږ دريځ دا دی، چې د قانون له مخې دې ورته سزا ورکړل شي.»
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په دې هېواد کې وروستي بريدونه د اندېښنې وړ بولي او وايي، چې اسلام اباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اعتراض کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر په افغانستان کې د پاکستان وروستي فعالیتونه د اندېښنې وړ بولي او وايي چې اسلام اباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون او فعالیت اعتراض کړی دی.
افغان حکومت د پاکستاني طالبانو تحريک د غړو د نيول کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي؛ خو په دې هېواد کې يې د هر ډول بهرنۍ وسله والې ډلې فعاليتونه او شتون رد کړی دی.
د سرپرست حکومت وياند، څو ورځې وړاندې د پاکستان له حکومت وغوښتل، چې امنيتي مسایل دې د کور دنننه حل کړي او د خپلې ملامتۍ پړه دې پر افغانستان نه اچوي.




