کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان د کورنيو چارو وزير: پاکستان کې ۱۴ ځانمرګي بريدونه د افغانانو له لوري شوي دي

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالی وزير سرفراز بوګټی وايي، چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي تر اوسه په دې هيواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي دي چې ۱۴ يې د افغان وګړو له لوري شوي دي.   هغه داڅرګندونې سه شنبه «د اکتوبر ۳يمه» په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د هنګوی په ګډون د پاکستان په بېلاب…

2023-10-03 17:32 67۲ دقیقې لوستل
د پاکستان د کورنيو چارو وزير: پاکستان کې ۱۴ ځانمرګي بريدونه د افغانانو له لوري شوي دي

د پاکستان د کورنيو چارو لنډمهالی وزير سرفراز بوګټی وايي، چې د روان ميلادي کال له جنورۍ مياشتې راهيسي تر اوسه په دې هيواد کې ۲۴ ځانمرګي بريدونه شوي دي چې ۱۴ يې د افغان وګړو له لوري شوي دي.

 

هغه داڅرګندونې سه شنبه «د اکتوبر ۳يمه» په یوه خبري غونډه کې ادعا وکړه، چې د هنګوی په ګډون د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ترهګريزو بریدونو عامل افغانان وو.

ښاغلي بوګټي ويلي دي چې د افغانستان د اوسني حکومت د مشر هبت الله اخندزاره فرمان چې طالبان يې له افغانستانه دباندې د بريدونو له کولو منع کړي و، نه دی رعايت شوی او هيله يې ښوولې ده چې دا فرمان په عملي توګه تطبيق شي.

افغان چارواکو تر اوسه د پاکستان د کورنيو چارو د وزير دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې مخکې یې په هر ډول بريدونو کې د افغانانو ښکېلتیا رد کړې ده.

د دې ترڅنګ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې په پاکستان کې په ناقانونه توګه مېشتو ټولو افغان‌کډوالو ته د ۲۰۲۳ کال د نومبر تر لومړۍ نیټې وخت ورکړل شوی چې له دغه هېواده ووځي.

سرفراز بوګټي خبرداری ورکړی، چې که له اسنادو پرته کډوال له پاکستانه ونه وځي، د دغه هېواد حکومت به يې تر پيژندنې وروسته وباسي.

هغه ټینګار وکړ چې هیڅ بهرني اتباع ته اجازه نه ورکول کیږي چې له قانوني ویزې او پاسپورټ پرته پاکستان ته داخل شي.

تر دې وړاندې افغانان د سپين بولدک له لارې په تذکرو هم پاکستان ته تګ راتګ کاوه.

پاکستاني پوليسو په وروستيو ورځو کې د افغان کډوالو د نيونې لپاره پراخ عمليات پيل کړي او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په وينا، په دې عملياتو کې زر تنه نيول شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب