د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتي تېره ورځ خبریالانو ته ویلي چې د افغان کډوالو د وېستلو په برخه کې هیڅ نرمښت نه لري.
نوموړي د افغان کډوالو د وېستلو په اړه د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو وروستیو څرګندونو اوغوښتنو ته په اشارې وویل، چې هیڅوک دې له دوی څخه په دې برخه کې د جوړ جاړي تمه نه لري.
بګټي زیاته کړې چې دا پرېکړه د ټولو غیر قانوني کډوالو لپاره ده؛ خو دا چې په پاکستان کې زیات غیرقانوني کډوال افغانان دي، نو ځکه یې پرې فشار هم زیات کړی.
نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې وړمه ورځ هم د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي له پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ ودروي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په دغه هېواد کې هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال نیول کېږي، چې مېرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.
څه موده وړاندې په اسلام ااباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو، چې یو شمېر نیول شوي افغان کډوال په مرموز ډول هم وژل شوي دي.
پاکستان د غیر قانوني کډوالو لپاره روانه میلادي مياشت وروستۍ نېټه اعلان کړې او ویلي يې دي، چې تر دې وروسته به ټول غیر قانوني مهاجر په جبري توګه اخراج کړي.
د پاکستان د دې اعلان وروسته زيات شمېر افغانان له دې هېواده د وتلو په حال کې دي.




