کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: چترال کې د ټي ټي پي برید په افغانستان کې پلان شوی وو

د پاکستان د موقت حکومت د کورنيو چارو وزیر، سرفراز احمد بګټي وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان له خاورې په استفادې، پاکستان کې بريدونه کوي.بګټي د یکشنبې ورځ ( د سپتمبر ۱۰مه) په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې په چترال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وروستی برید هم په افغانستان کې پلان شوی وو.هغه په دې خبري غونډه کې…

2023-09-11 01:29 27۲ دقیقې لوستل
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر: چترال کې د ټي ټي پي برید په افغانستان کې پلان شوی وو

د پاکستان د موقت حکومت د کورنيو چارو وزیر، سرفراز احمد بګټي وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان له خاورې په استفادې، پاکستان کې بريدونه کوي.
بګټي د یکشنبې ورځ ( د سپتمبر ۱۰مه) په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې په چترال کې د پاکستاني طالبانو د تحریک وروستی برید هم په افغانستان کې پلان شوی وو.
هغه په دې خبري غونډه کې هيله څرګنده کړې، چې افغان حکومت دې د دوحې تړون عملي کړي او ډاډ دې ورکړي چې د افغانستان خاوره به د چا پر ضد نه کارول کېږي.
د پاکستان دغه امنیتي چارواکی وايي، د ترهګرۍ د کچې لوړېدل دومره لوی نه دي، چې موږ وویروي.
د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد نهه امنیتي ځواکونه ووژل او دوه پوستې یې ترې ونیولې.
افغان حکومت که څه هم د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو د وزیر د دې تازه ادعا ته څه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې یې د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارېدل رد کړي دي.
د پاکستاني طالبانو تحریک د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۷مه) نېټه چترال کې د دغه هېواد نهه امنیتي ځواکونه ووژل او دوه پوستې یې ترې ونیولې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب