کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان سند ايالت کې پولیسو ۳۵۰ افغان کډوال نيولي دي

وروسته تر هغې، چې د پاکستان سرپرست لومړي وزير د غیر قانوني افغان کډوالو د نيولو خبرداری ورکړی، د دې هېواد د سند ایالت کراچۍ ښار کې پولیسو سلګونه افغان کډوال نيولي دي. په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، چې د سپتمر د مياشتې له نهمې نېټې راهيسې، پاکستاني پوليسو ۳۵۰ افغان کډوال نيولي دي. هغه زياتوي، چې…

2023-09-13 11:38 98۱ دقیقې لوستل
د پاکستان سند ايالت کې پولیسو ۳۵۰ افغان کډوال نيولي دي

وروسته تر هغې، چې د پاکستان سرپرست لومړي وزير د غیر قانوني افغان کډوالو د نيولو خبرداری ورکړی، د دې هېواد د سند ایالت کراچۍ ښار کې پولیسو سلګونه افغان کډوال نيولي دي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منیزه کاکړ وايي، چې د سپتمر د مياشتې له نهمې نېټې راهيسې، پاکستاني پوليسو ۳۵۰ افغان کډوال نيولي دي.

هغه زياتوي، چې په نيول شويو کسانو کې ځینې داسې کسان هم شته، چې په پاکستان کې د اوسېدو رسمي کارتونه لري.

منيزې کاکړ د کډوالو د حقونو د دفاع لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د سرپرست حکومت صدارعظم انور الحق کاکړ سپتمبر په لسمه نېټه له یو خصوصي پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې وویل

چې حکومت یې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.

د راپورونو له مخې، پر پاکستان سربېره ايران او ترکيې هم د افغان کډوالو د نيولو لړۍ چټکه کړې ده.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ترکيه هره ورځ شاوخوا دوه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته رااړوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ایران، پاکستان او ځينې نورو هېوادونو کې شاوخوا ۷ ميليونه افغانان کډوال دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب