کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان له زندانونو له سلو ډېر افغان بندیان خوشي شوي

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان په زندانونو کې بند ۱۰۱ تنه افغانان له بنده ازاد او پرون دوشنبه هېواد ته ستانه شول. د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي و او له ۲-۵ ورځو د یاد هېواد په زندانونو کې بندیان وو. د کډوالو او بیرته ستنېدونکو…

2025-04-08 04:53 132۱ دقیقې لوستل
د پاکستان له زندانونو له سلو ډېر افغان بندیان خوشي شوي

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پاکستان په زندانونو کې بند ۱۰۱ تنه افغانان له بنده ازاد او پرون دوشنبه هېواد ته ستانه شول.

د سپین بولدک د سرحدي امریت د مالوماتو له مخې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي و او له ۲-۵ ورځو د یاد هېواد په زندانونو کې بندیان وو.

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې دغه کسان له ثبت او بشري مرستو وروسته خپلو اصلي استوګنځایونو ته استول شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب