کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان بنديان خوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان قونسلګري مسوولان وايي، د پاکستان له زندانونو د يوې مېرمنې په ګډون ۴۰ افغان بندیان خوشې شوي دي.  قونسلګري پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، ياد کسان له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي. سرچینې ویلي، په تېر يوه کال کې څه د پاسه ۳ زره افغان بنديان د پاکستان د سند ايالت له زندا…

2024-03-03 01:09 286۱ دقیقې لوستل
د پاکستان له زندانونو ۴۰ افغان بنديان خوشې شوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان قونسلګري مسوولان وايي، د پاکستان له زندانونو د يوې مېرمنې په ګډون ۴۰ افغان بندیان خوشې شوي دي.

 قونسلګري پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، ياد کسان له خوشې کېدو وروسته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

سرچینې ویلي، په تېر يوه کال کې څه د پاسه ۳ زره افغان بنديان د پاکستان د سند ايالت له زندانونو ازاد شوي او خپل هېواد ته لېږدل شوي دي.

پاکستان کې ډیر کله یو شمېر هغه افغانان چې دغه کې د اوسېدو او کار قانوني اسناد نه لري، نیول کیږي او یا هم پیسې ورڅخه اخیستل کیږي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب