کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پنجشېر له دوه زرو قېراطو ډېر زمرود د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي

کابل (کوه‌نور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت ځایي مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت له څلور بېلابېلو کانونو له دوه زره او ۲۳۵ قېراطه زمرودو ډېر د ازادي داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي. د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر نن ورځ " سه شنبه، د جولای ۱۵مه" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد ولایت له څلورو کانونو دا راویستل شو…

2025-07-15 05:21 247۲ دقیقې لوستل
د پنجشېر له دوه زرو قېراطو ډېر زمرود د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي

کابل (کوه‌نور ۲۴ سرطان ۱۴۰۴): د پنجشېر ولایت ځایي مسوولانو خبر ورکړی چې د دغه ولایت له څلور بېلابېلو کانونو له دوه زره او ۲۳۵ قېراطه زمرودو ډېر د ازادي داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي دفتر نن ورځ " سه شنبه، د جولای ۱۵مه" د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یاد ولایت له څلورو کانونو دا راویستل شوي زمرود په یوه رسمي داوطلبۍ کې د ۱۷۷ زره او ۳۵۰ امریکایې ډالرو په ارزښت په کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې داوطلبۍ کې د قېمتي ډبرو سوداګرو او ځایې پانګه والو ګډون کړی و او یادو مراسمو کې د داوطلبۍ پر شفافیت او د کورني تجارت پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

د پنجشېر والي محمد اغا حکیم چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی وو د کانونو د استخراج بهیر ستایلی او او دا ګام یې د سیمه ېیز اقتصاد د ودې لپاره مهم بللی دی.

نوموړي ویلي، د کانونو په معیاري او تخنیکي ډول د استخراج لپاره مشخصې برنامې په لاس کې لرو.

پنجشېر کې د قېمتې ډبرو په ځانګړي ډول د زمرودو د استخراج بهیر چې له کلونو راهیسې په ټپه ولاړ و یو ځل بیا فعال شوی دی چې ورسره ګڼ شمېر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

ځایې مسوولانو ویلي، د کانونو د استخراج بهیر نه یواځې ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې؛ بلکې د سیمې خلکو ته یې د پام وړ سوداګریز فرصتونه هم برابر کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب