د پنجشېر لوړو زدهکړو موسسې لپاره د ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت خوړنځای جوړېږي
لوړو زده‌کړو وزارت خبر ورکړی چې د پنجشېر د لوړو زده‌کړو موسسه کې د خوړنځای لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو په موخه یې ۹۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه کې د خوړنځای د ودانۍ جوړولو لپاره یې ۹۰ میلیونه افغانۍ م…
2025-04-07 18:49 36۱ دقیقې لوستل
لوړو زدهکړو وزارت خبر ورکړی چې د پنجشېر د لوړو زدهکړو موسسه کې د خوړنځای لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو په موخه یې ۹۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه په امر پنجشېر د لوړو زده کړو موسسه کې د خوړنځای د ودانۍ جوړولو لپاره یې ۹۰ میلیونه افغانۍ منظورې کړې دي.
د یاد وزارت د مالوماتو له مخې دغه وداني د زر تنو محصلینو د اوسېدلو ظرفیت لري چې په ودانېدو سره به یې د محصلینو ګڼ شمېر ستونزې هوارې شي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.