کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د یوه سرک د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره ۱۷۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي

د پنجشېر ولایت د ځایې مسوولانو پر وینا سرپرست حکومت د یاد ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د یوه سرک د پاتې کارونو د پای ته رسولو لپاره له ۱۷۷ میلیونو ډېرې افغانۍ ځانګړې کړې دي. مسوولانو ویلي دغه سرک چې اوږدوالی یې ۲۵ کیلو مترو ته رسېږي د جوړېدو کارونه یې په ۱۳۹۹ ه.ش کال کې پیل شوي وو خو د وروستیو بدلونونو له امله یې کارونه ل…

2025-05-28 18:42 105۲ دقیقې لوستل
د پنجشېر په ابشار ولسوالۍ کې د یوه سرک د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره ۱۷۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي

د پنجشېر ولایت د ځایې مسوولانو پر وینا سرپرست حکومت د یاد ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د یوه سرک د پاتې کارونو د پای ته رسولو لپاره له ۱۷۷ میلیونو ډېرې افغانۍ ځانګړې کړې دي.

مسوولانو ویلي دغه سرک چې اوږدوالی یې ۲۵ کیلو مترو ته رسېږي د جوړېدو کارونه یې په ۱۳۹۹ ه.ش کال کې پیل شوي وو خو د وروستیو بدلونونو له امله یې کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شوي وو.

د پنجشېر د والي ویاند سیف الدین لټون پرون له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د یاد سرک د پاتې کارونو د بشپړتیا لپاره د سرپرست حکومت مشرتابه ۱۷۷ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ ځانګړې کړې چې د کلیو پراختیا وزارت له مالي بودیجې څخه به ورکول شي.

لټون ویلي د دغه سرک له جوړېدو سره به د نږدې څلور زره کورنیو د تګ-راتګ ستونزې هوارې شي.

د پنجشېر والي محمد آغا حکیم چې په همدې تړاو جوړو شو مراسمو کې یې ګډون کړی و ویلي چې د سرک د پاتې برخې د کارونو بشپړتیا یې د لري پرتې سیمې د خلکو د تګ-راتګ وضعیت د ښه والي په موخه پیل کړي دي.

د پنجشېر ولایت د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکي په دغه ولسوالۍ کې د سرک د پاتې کارونو له پیل خوښ دي او دغه پروژې څخه یې هر کلی کړی دی.

د یادې ولسوالۍ د جهرعلي کلي یو تن اوسېدونکي شمس الله ویلي چې د دغه سرک د نشتون له امله د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي مجبور وو چې تر پاخه سرکه دوه ساعته پلی مزل وکړي.

شمس الله ویلي د ناروغانو د انتقالولو لپاره یې له خرو کار اخیست او وخت نا وخت به یې خپل ناروغان پر شا انتقالول چې دا کار ورته ډېر ستونزمن تمامېده.

باید وویېل شي چې د سرپرست حکومت د مشرتابه لخوا څو ورځې وړاندې هم په پنجشېر کې د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون لپاره ۱۴۸ میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب