د راپورونو په اساس د پنجشېر درې زره او ۲۹۵ قیراطه زمرود چې ۲۲۶ زره امریکایې ډالر قیمت یې درلود د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.
دغه داوطلبي چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د سوداګرو سربېره پکې څلور تنو چینایې سوداګرو هم ګډون درلود د یاد ولایت له والي سره یې په لیدنه کې د کانونو په برخه کې خپلې لومړنۍ طرحې وړاندې کړې دي.
د پنچشېر د کانونو او پټرولیم ریئس محمد قاسم امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویئلي چې په دغه داوطلبۍ کې له کابل، پروان، کاپیسا، کنړ، کندهار، ارزګان او بغلان ولایتونو څخه ۱۱۰ تنو سوداګرو او همداراز له چین هېواد څخه څلور تنو سوداګرو ګډون کړی و.
د قاسم په وینا دغه څه باندې درې زره قیراطه زمرود د پنجشېر د حصه اول ولسوالۍ له کانونو څخه را ویستل شوي دي.
په همدې حال کې د پنجشېر ولایت د مطبوعاتو له دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چین هېواد څلور تنو سوداګرو د یاد ولایت له والي حافظ محمد اغا حکیم سره د لیدلو پر مهال د زمرودو او بیروجو کانونو په برخه کې د خپلې لومړنۍ پانګه اچونې طرحه وړاندې کړې ده.
حکیم د چینایې سوداګرو له وړاندیزونو هرکلی کړی، دوی ته یې د هر ډول اسانتیا د برابرولو ډاډ ورکړی او ترینه یې غوښتي چې په دغه برخه کې عملاً د پانګونې ډګر ته را ووځي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د معلوماتو په اساس یاد ولایت کې د زمرودو ۱۷۲۱ کانونه ثبت شوي چې ددغه کانونو له ډلې د ۵۵۰ هغو کیندنه روانه ده.
د یادونې وړ ده چې پنجشېر ولایت کې د زمرودو د کان کیندنې په برخه کې له ۱۵ زرو ډېر وګړي په کار کولو بوخت دي.




