د پنجشېر ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت له کانونو په ۳۹ مه داوطلبۍ کې د دغه ولایت ۱۴۱۳ قېراطه زمرود چې ۱۷۱ زره او نهه سوه امریکایې ډالر قېمت یې درلود پلورل شوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم ریئس محمد قاسم امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په یاده داوطلبۍ کې له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، کندهار او پکتیا ولایتونو څخه ۱۰۱ تنو سوداګرو ګډون کړی وو.
امیري ویلي دغه ۱۴۱۳ قېراطه زمرود نهه بکسه و چې د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو څخه ترلاسه شوي او د ۱۷۱ زره او نهه سوه امریکایې ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
د پنجشېر ولایت مقام د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې دغه ولایت کې د زمرودو د کانونو په قانوني توګه استخراج زرګونه تنو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
د مسوولانو د مالوماتو له مخې دغه ولایت کې د نږدې دوه کلونو لپاره پر کان کیندنه بندیز لګېدلی و چې د ۱۴۰۲کال د زمري میاشتي په اخر کې یې کارونه د بیا ځل لپاره پیل شو او تر دې دمه یې زمرود ۳۹ ځله پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو پلورل شوي دي.
باید وویل شي چې پنجشېر کې د زمرودو ۱۷۲۱ کانونه ثبت شوي چې له ډلې یې د ۵۵۰ کانونو د کیندنې کارونه روان دي او څه د پاسه ۱۵ زره کسانو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.




