کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پنج شېر ۲۰۸۰ قیراطه زمرود د څه باندې ۹۷ زره امریکایې ډالرو په ارزښت پلورل شوي

د پنچشېر د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت د کانونو په ۳۸ مه داوطلبۍ کې ۲۰۸۰ قیراطه زمرود چې ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکایې ډالر قیمت یې درلود د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي. د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریئس محمد قاسم امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه داوطلبۍ کې د هېواد ۱۰۲ تنو سوداګرو له…

2025-05-13 19:57 24۲ دقیقې لوستل
د پنج شېر ۲۰۸۰ قیراطه زمرود د څه باندې ۹۷ زره امریکایې ډالرو په ارزښت پلورل شوي

د پنچشېر د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی چې د یاد ولایت د کانونو په ۳۸ مه داوطلبۍ کې ۲۰۸۰ قیراطه زمرود چې ۹۷ زره او ۳۰۰ امریکایې ډالر قیمت یې درلود د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورل شوي دي.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریئس محمد قاسم امیري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په دغه داوطلبۍ کې د هېواد ۱۰۲ تنو سوداګرو له کابل، پنجشېر، پروان، کاپیسا، کندهار، بغلان او ارزګان ولایتونو څخه ګډون کړی وو.

د امیري پر وینا دغه ۲۰۸۰ قیراطه زمرود د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ له کانونو څخه تر لاسه شوي دي.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د مالوماتو په اساس په دغه ولایت کې ۱۷ سوه او ۲۱ کانونه ثبت شوي دي چې له جملې یې د ۵۵۰ هغو د سپړنې کارونه روان دي او ورسره هم مهاله ۱۵ زره کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

باید وویل شي چې یاد ولایت کې د زمرودو پر سپړنې نږدې دوه کاله بندیز لګېدلی و خو د ۱۴۰۲ د زمري میاشتې په وروستیو کې یې د استخراج کارونه بیرته پیل شوي چې تر دې وخته ۲۸ ځله پر کورنیو او بهرنیو سوداکرو پلورل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب