د پوهنې وزارت سرپرست، حبيب الله آغا، د جوزجان اقچې ولسوالۍ کې د يوې دينې مدرسې د چارو د شروع کېدو مهال ويلی، څومره چې هلکان پر مونږ د ديني زده کړو زمينې د برابرولو حق لري، همدومره د نجونو حق هم دی؛ ځکه د هلکانو په پرتله دنجونو د ناپوهۍ کچه لوړه ده.
هغه زیاته کړې، چې دغه وزارت په هېواد کې د مدرسو زياتوالي ته ژمن دی او هڅه کوي، چې ټولو هېوادوالو ته د ديني زده کړو زمينه هم برابره کړي.
نوموړي ويلي، همدا راز د ديني علومو تر څنګ د عصري علومو پر زده کړه هم ټينګار کړی دی.
د هغه په وينا، چې د عصري علومو له زده کړې پرته پرمختګ ناشونی دی.
حييب الله آغا جوزجان ولایت ته د خپل دې سفر پر مهال د نجونو د يوې ځانګړې مدرسې د جوړو پرانيسته هم وکړه.
د معلوماتو له مخې، دغه مدرسه د ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت، درې پوړونو کې جوړېږي او د ۱۵۰۰ ښځينه زده کوونکو د ځاييدو ظرفيت له ولري.
د پوهنې وزارت سرپرست تر دې مخکې بلخ کې د یوې مدرسې د پرانېستلو پر مهال تور لګولی وو چې تېر حکومت په هېواد کې د مدرسو د جوړېدو مخه نيوله؛ خو دوی یې د زياتوالي لپاره هڅې کوي.
د پوهنې وزارت سرپرست داسې مهال د نجونو د دې مدرسې د جوړېدو چارې پیلوي، چې هېواد کې له تېرو دوه کلونو راهيسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بنديز لګېدلی دی.
که څه هم چارواکي دغه بنديز موقتي ګڼي؛ خو د دوه کلونو په تېرېدو یې لا د شروع کېدو کوم عملي څرک نه لیدل کېږي.




