کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پکتیا ډنډپټان کې پاکستان ته اوښتونکو ناروغانو لپاره روغتون جوړ شو

په پکتیا کې پاکستان ته د اوښتونکو ناروغانو لپاره یو بېړنۍ روغتون جوړ شو. یاد روغتون د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د هغو عاجلو ناروغانو لپاره جوړ شوی، چې پاکستان ته ژر د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح الدین ویلي، هغه ناروغان چې له فرضي پولې هاخوا د ژر اوښتو اجازه نه…

2023-10-22 20:51 97۱ دقیقې لوستل
د پکتیا ډنډپټان کې پاکستان ته اوښتونکو ناروغانو لپاره روغتون جوړ شو

په پکتیا کې پاکستان ته د اوښتونکو ناروغانو لپاره یو بېړنۍ روغتون جوړ شو.

یاد روغتون د ډنډپټان ولسوالي اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د هغو عاجلو ناروغانو لپاره جوړ شوی،

چې پاکستان ته ژر د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.
د پکتیا مرستیال والي انعام الله صلاح الدین ویلي، هغه ناروغان چې له فرضي پولې هاخوا د ژر اوښتو اجازه نه لري؛ نو په موقت ډول به یې په همدې روغتون کې درملنه کېږي.

د نوموړي په وينا ياد روغتون د ترکیې هېواد «نداء الخیر ټولنې» په مالي لګښت د نصیر خیریه بنسټ په همکارۍ جوړ او نن ورځ «دوشنبه د اکتوبر ۲۳مه» رسماً ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد روغتون د سل زرو امریکايي ډالرو په لګښت جوړ شوی، چې  عاجل خونه، د ښځینه وو انتظار لپاره عصري اطاقونه، مجهز لابراتور، درملتون، مسجد شریف او نور اړوندو سهولتونو پکې برابر شوي.

دا روغتون په داسې حال کې جوړیږي چې هلته پر ډېورنډ فرضي پوله د اوښتو په برخه کې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

لیکوال/اېډېټر: Imran Danish
Imran Danish
Imran Danish

افغان خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب