کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره: افغانستان به راتلونکې اوونۍ د طبیعي افتونو له جدي ګواښ مخ وي

کابل (کوه نور، دلوې ۵مه ۱۴۰۴): د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د باوري نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په راتلونکې يوه اوونۍ کې له بېلابېلو طبيعي ګواښونو سره مخ وي. د يادې وړاندوينې له مخې، د ورښتونو کمښت او د واورو د اوبو نشتوالی په بدخشان ولايت کې د غيرعادي وچکالۍ د د…

2026-01-24 22:41 105۱ دقیقې لوستل
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي اداره: افغانستان به راتلونکې اوونۍ د طبیعي افتونو له جدي ګواښ مخ وي

کابل (کوه نور، دلوې ۵مه ۱۴۰۴): د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې د باوري نړۍوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان به په راتلونکې يوه اوونۍ کې له بېلابېلو طبيعي ګواښونو سره مخ وي.

د يادې وړاندوينې له مخې، د ورښتونو کمښت او د واورو د اوبو نشتوالی په بدخشان ولايت کې د غيرعادي وچکالۍ د دوام لامل شوی او دا وچکالي د هېواد د شمالي ولايتونو په ځينو برخو کې هم د پراخېدو په حال کې ده.

په ورته وخت کې، په مرکزي او ختيځو ولايتونو کې له منځنۍ اندازې تر درنو بارانونو او واورو د اورېدو اټکل شوی، چې له امله يې د سېلابونو او سختو واورو د ورېدو خطر زيات شوی دی.

یادې ادارې همدارنګه ویلي، د هېواد په ډېری سيمو کې د هوا تودوخه به تر عادي کچې ټيټه وي او د يخنۍ څپه په ځانګړي ډول د اوونۍ په لومړيو ورځو کې کولای شي ماشومان او زاړه کسان له جدي ګواښ سره مخ کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب