کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، کابل کې د چين سفير ژاوشينګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست خليل الرحمن حقاني سره ليدلي دي.
سرپرست وزير په دغه ليدنه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو ستاينه کړې او دغه راز يې له کډوالو سره د چين د مرستې مننه کړې ده.
ده همداراز په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله نوموړي سره معلومات شريک کړي دي او غوښتنه يې کړې چې د کډوالو سره د مرستې ترڅنګ دې د طبیعي پېښو له امله زيانمن شويو سره هم مرسته وکړي.
په همدې حال کې د چين سفير په افغانستان کې د ورستيو سېلابونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي هېواد يې د خپلو امکاناتو په محدوده کې چمتو دی چې له افغانستان سره مرستې وکړي.
نوموړي ويلي، د دوی نورې مرستې به تر راتلونکې جولای مياشتې افغانستان ته راورسيږي.
دی د دغه مرستو خبره داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې هم چين په افغانستان کې د ۷۱ ميليونه ډالرو په ارزښت د نيله باغ پروژې چارې پيل کړې دي چې پکې ۱۴۰۰ ودانۍ شاملې دي او راتلونکو دريو کلونو کې به بشپړې شي.
د معلوماتو له مخې، دغه ودانۍ به د حکومت کارکوونکو ته ورکړل شي.




