کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل امنیه قومندانۍ د تعمیراتو معاون، امریکايانو سره د وظيفې په تور له دندې منفک شو

د کابل امنیه قومندان د دفتر رئیس محمد قاسم ایوبي وايي، چې د عبدالباري عمر په نوم د دې قومندانۍ یو ملکي کارکوونکی له امریکايانو سره د قراردادي کارکوونکو په تور له دندې منفک کړی دی. هغه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دغه کس «مجاهد» نه بلکي يو ملکي مامور وو. عبدالباري عمر د تعمیراتو معاون وو. د مجاهد په توګه نه…

2023-09-25 04:11 132۲ دقیقې لوستل
د کابل امنیه قومندانۍ د تعمیراتو معاون، امریکايانو سره د وظيفې په تور له دندې منفک شو

د کابل امنیه قومندان د دفتر رئیس محمد قاسم ایوبي وايي، چې د عبدالباري عمر په نوم د دې قومندانۍ یو ملکي کارکوونکی له امریکايانو سره د قراردادي کارکوونکو په تور له دندې منفک کړی دی.

هغه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې دغه کس «مجاهد» نه بلکي يو ملکي مامور وو.

عبدالباري عمر د تعمیراتو معاون وو. د مجاهد په توګه نه دی ثبت شوی بلکه یو ملکي مامور دی. کله چې مونږ ته راپور راورسېده، چې دا سړی قراردادي دی؛ نو سمدلاسه د امنیه قومندان له لوري منفک شو»

ایوبي زیاته کړې، چې دغه کس یې منفکېدو وروسته د تصفیې کمېسیون ته معرفي کړی دی.

د دغه کس عکسونه او معلومات تېره ورځ د یو شمېر ناپېژانده تبلیغاتي ټوېټر اکاونټونه څخه خپاره شوي وو او دا کس یې د امریکایانو قراردادي ګڼلی وو.

د ټوېټر دغو اکاونټونو لیکلي وو، چې عبدالباري اوس د واسطې له لارې مقرر شوی دی.

دوی د اوسني حکومت د تصفیې پر کمېسیون انتقادونه کړي وو.

سرپرست حکومت تر دې وړاندې بار بار ويلي وو، چې دولتي ادارو کې پخواني کارکوونکي پر خپل ځای دی او دوی یې نه منفکوي.

د اوسني حکومت د تصفیې کمېسیون د بېلابېلو نظامي ادارو کارکوونکي تر بایومیتریک او اړونده قومندانانو تر تائيدولو وروسته پر خپل ځای پرېږدي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب