د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل – جلال آباد لویې لارې ویجاړې شوې برخې او استنادي دېوالونه بېرته رغول کېږي.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د کابل – جلال آباد لویې لارې د ويجاړو برخو د ترمیم او بیا رغونې کار، د استنادي او محافظتي دیوالونو ترمیم، د دغه سړک اړوند یوشمېر پلګوټو پاک کاري او د سړک د لا تخریب د مخنیوي په موخه د یو شمېر استنادي دېولونو کار د کابل دروازې څخه تر لغمان ولایت پورې پیل کړی او دا مهال یې چارې عملاً جریان لري.
دغه سړک چې ۶۸کيلومتره اوږدوالی لري، د ترمیم او بیارغونې کار يې د ټولګټو وزارت او خصوصي شرکت ترمنځ د ۲۳میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت وايي، ياد لګښت د دې وزارت له داخلي بودجې ورکول کېږي.
خبرپاڼه زياتوي، د دغې لويې لارې په ترميم او بيا رغونې سره به د مسافرينو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.
د کابل جلال ـ اباد لويه لار د هېواد له مرګونو لویو لارو ګڼل کېږي. موټر چلوونکي وايي، چې د سړک خرابوالي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي او داسې ورځ به ډېره کمه وي، چې پر دې سړک دې ټرافيکي پېښه و نه شي.
د سړکونو خرابوالي په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله د مړينې کچه هم لوړه کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وياند تېره ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې تېرو شپږو مياشتو کې د ترافيکي پېښو له امله ۱۰۲۹ تنه وژل شوي دي.




