کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل جلال آباد لویه لار د غر ښویېدنې له امله وتړل شوه

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل – جلال آباد لویه لار، تېره شپه د سپتمبر (۱۶مه) د غر ښويېدنې له امله، د کابل دروازې په دریکیلومتري سیمه کې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ بنده ده. د ټولګټو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې د دې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني، نن سهار یادې سیمې ته سفر وکړ او د یادې لویې لارېله دغې بندې برخې څخه یې…

2023-09-17 01:54 172۱ دقیقې لوستل
د کابل جلال آباد لویه لار د غر ښویېدنې له امله وتړل شوه

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابلجلال آباد لویه لار، تېره شپه د سپتمبر (۱۶مه) د غر ښويېدنې له امله، د کابل دروازې په دریکیلومتري سیمه کې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ بنده ده.

د ټولګټو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې د دې وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني، نن سهار یادې سیمې ته سفر وکړ او د یادې لویې لارېله دغې بندې برخې څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.

اعلامیه زیاتوي، دا چې، د غر ښویېدنه تر دا مهاله دوام لري؛ د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر، د کابل ولایت د ټولګټو ریاست او د دغه وزارتد زیان منونکو نقطو ریاست ته د بدیلې لارې د جوړېدو لارښوونه وکړه او همدارنګه یې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو له انجنیريټیمونو څخه هم د مرستي غوښتنه وکړه.

دغه وزارت، له ټولو او موټر چلونکو څخه غوښته کوي، چې د مسافرو د ځاني او مالي خوندیتوب په موخه دې؛ تر بلې خبرتیا پر دغه مسیرتګ راتګ نه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب