کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل جلال‌اباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شو

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه مسیر د دوشنبې ورځ «د اکتوبر ۲یمه» ماښام ناوخته د دې وزارت د شته پرسونل او ماشينري څخه په ګټې اخیستنې سره، د تېرو درې ورځنيو هڅو وروسته پرانيستل شو. خبرپاڼه زياتوي، چې…

2023-10-02 10:40 1,138۲ دقیقې لوستل
د کابل جلال‌اباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شو

د ټولګټو چارو وزارت وايي، د کابل - جلال آباد لويې لارې اصلي مسير د هر ډول ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې دغه مسیر د دوشنبې ورځ «د اکتوبر ۲یمه» ماښام ناوخته د دې وزارت د شته پرسونل او ماشينري څخه په ګټې اخیستنې سره، د تېرو درې ورځنيو هڅو وروسته پرانيستل شو.

خبرپاڼه زياتوي، چې دامهال هر ډول موټر کولای شي، د يادې لويې لارې په اصلي مسير تګ راتګ وکړي.

د کابل – جلال آباد لویه لار دوه هفتې مخکي د کابل ولایت د دروازې په درې کیلومتري کې د غر ښویېدني له امله د دوو ورځو لپاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ بنده شوه.

ددې لارې له بندېدو سره همهاله  ټولګټو وزارت د دفاع وزارت په همکارۍ د موټرو د تګ راتګ لپاره بدیل فرعي مسیر جوړ کړی وو.

که څه هم لاره وخت ناوخت د تګ راتګ لپاره خلاصېده؛ خو د موټرو ګنې ګوڼې خلک له دېرو مشکلاتو سره مخ کړي وو.

د دې لارې موټر چلوونکي او مسافر له حکومت غواړي، چې د کابل - جلال اباد د دويم سړک په جوړېدو دې کار ژر تر ژره بيا پیل کړي، چې د عاجلو پېښو پر مهال خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب