وروسته لههغې چې د تېرې شنبې په ورځ د (سپټمبر ۱۷) د کابل – جلالاباد د لویې لارې په اوږدو کې له پلچرخې دروازې د ماهیپر په لور درې کیلو متره وړاندې د غره یوه برخه را وښیده او دغه لار یې په بشپړه توګه د هر ډول تګ – راتګ په مخ وتړله، نن شنبه د (سپټمبر ۲۳مه) د اتمې ورځې لپاره لاهم په بشپړه توګه نه ده پرانستل شوې.
سره له دې چې د دفاع او ټولګټو چارو وزارتونو له لوري یې له لومړۍ ورځې د پرانستلو هڅې روانې دي، خو اوس لیدل کیږي چې لاهم دغه لویه لار تړلې پاتې ده.
د کابل – جلالاباد لویه لار چې د هېواد د ختیځو ولایتونو سربېره، کوزه پښتونخوا او پاکستان له پلازمېنې کابل او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره نښلوي، تړلي پاتې کېدو یې خلکو او په خاصه توګه سوداګرو ته پرېمانه ستونزې را ولاړې کړي دي.
ځایي مسؤولان وايي، په بشپړه توګه د لارې په پرانستلو ځکه نه بریالي کيږي چې هره شیبه د غره د یوې برخې د راښویدلو امکان شتون لري.
د دوی په خبره د مسافرو او سوداګریزو مالونو د تګ – راتګ لپاره یې په لنډمهالې توګه یوه لار جوړه کړې خو زیاتوي چې دې برخه کې د خلکو شکایتونه پرځای او هڅه کوي ډیر ژر د غرښویدنې ګواښ راکم او لار په بشپړه توګه پرانیزي.




