کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل جلال اباد پر لويه لار تېرو لسو مياشتو کې ۱۶۲ ترافيکي پېښې شوي

د لغمان ولايت ولایتي مسوولين وايي، چې د روان لمريز کال په لومړيو لسو مياشتو کې د کابل _ جلال اباد پر لويه لاره ۱۶۲ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې پکې ۵۳ تنه مړه شوي او ۱۶۷ نور ټپيان شوي. د لغمان ولايت د ترافيکو مديريت د مالوماتو  له مخې په مړه شويو کسانو کې ۲۵ نارينه، ۶ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي او په ټپيانو کې بیا ۱…

2024-02-03 19:11 84۱ دقیقې لوستل
د کابل جلال اباد پر لويه لار تېرو لسو مياشتو کې ۱۶۲ ترافيکي پېښې شوي

د لغمان ولايت ولایتي مسوولين وايي، چې د روان لمريز کال په لومړيو لسو مياشتو کې د کابل _ جلال اباد پر لويه لاره ۱۶۲ ترافيکي پېښې رامنځته شوي چې پکې ۵۳ تنه مړه شوي او ۱۶۷ نور ټپيان شوي.

د لغمان ولايت د ترافيکو مديريت د مالوماتو  له مخې په مړه شويو کسانو کې ۲۵ نارينه، ۶ ښځې او ۲۲ ماشومان شامل دي او په ټپيانو کې بیا ۱۹۹ نارينه، ۱۹ ښځې او ۲۹ ماشومان شامل دي.

مسولين د ترافيکي پېښو د رامنځته کېدو لامل د موټر چلونکو نه بې احتياطي، د موټرو ګڼه ګوڼه، د سرکونو خرابوالی ښيي، د تېزو ليزري څراغونو استعمال او نور ښيي.

د دغه ولايت د ترافيکو مدير وايي، موټر چلوونکو ته توصیه کوو چې ترافيکي اصول مراعات کړي او احطياط وکړي ترڅو د خلکو ژوند وژغورل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب