کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل سروبي ولسوالي کې د سروبي راډیو په نوم نوې راډیو خپرونې پیل کړې

د کابل سروبي ولسوالي کې تېره ورځ د «سروبي راډیو» په نوم یوې نوې اف‌اېم راډیو رسمي خپرونې پیل کړې.د سروبي راډيو مسوول مدیر هجرت‌الله صافي افغان پرېس ته وویل، سروبي ولسوالي چې د کابل – جلال‌اباد پر عمومي لاره موقیعت لري او زرګونه کورنۍ په‌کې ژوند کوي، له دې وړاندې په‌کې هیڅ رسنۍ…

2025-02-02 22:17 237۱ دقیقې لوستل
د کابل سروبي ولسوالي کې د سروبي راډیو په نوم نوې راډیو خپرونې پیل کړې

د کابل سروبي ولسوالي کې تېره ورځ د «سروبي راډیو» په نوم یوې نوې اف‌اېم راډیو رسمي خپرونې پیل کړې.
د سروبي راډيو مسوول مدیر هجرت‌الله صافي افغان پرېس ته وویل، سروبي ولسوالي چې د کابل – جلال‌اباد پر عمومي لاره موقیعت لري او زرګونه کورنۍ په‌کې ژوند کوي، له دې وړاندې په‌کې هیڅ رسنۍ فعالیت نه درلود.
هغه وویل، تازه یې دغې ولسوالي کې د سروبي راډيو په نوم یوه نوې اف‌اېم راډیو جوړه کړې چې تېره ورځ یې ورڅخه په 88.1 اف‌اېم څپو رسمي خپرونې پیل کړې.
د نوموړي په خبره، هڅه کوې د دغې راډیو له لارې، د ښځو او ماشومانو د حقونو په اړه معلوماتي، خبري، دیني، فرهنګي، ورزشي او ټولنیزې خپرونې وړاندې کړي.
صافي وویل، د یادې راډیو په جوړېدو څه باندې یو میلیون افغانۍ لګښت راغلی او د دوو ښځینه کارکوونکو په ګډون ورسره اته کسان په کار بوخت دي.
د هغه په خبره، د اوس لپاره به یې خپرنیزې څپې د کابل د سروبي او خاک‌جبار ولسوالیو په ګډون د کاپیسا تر تګاب او د لغمان تر بادپښ ولسواليو پورې رسیږي او زیاته یې کړه چې هڅه کوي په راتلونکې کې یې د پوښښ ساحه لا پراخه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب