کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د کابل کندهار پر لویه لاره ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او څلور ټپیان دي

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرافیکي پېښه د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده. خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده ټرافیکي پېښه…

2024-04-05 20:49 155۱ دقیقې لوستل
د کابل کندهار پر لویه لاره ټرافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او څلور ټپیان دي

د میدان وردګ امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د کابل – کندهار پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنیې قومنداني څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټرافیکي پېښه د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده ټرافیکي پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د دې پېښې ټول ټپيان د امنيتي ځواکونو له‌خوا د درملنې په موخه ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده

خبرياله: حبيبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب