کابل (کوه نور، ۲۹ میزان ۱۴۰۴): د لوګر سیمهییز چارواکو ویلي، چې د کابل–ګردېز لویې لارې ۷۶ کیلومترو سړک د بیارغونې چارې د نږدې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې دي.
جنتګل سراج، د لوګر د ټولګټو رئیس، د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د کابل–ګردېز د لویې لارې د بیارغونې پروژه کې د سړک د ډاګګیرۍ، قیررېزۍ او پینهکارۍ چارې شاملې دي، چې کار به یې په درې میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټولګټو وزارت په تېرو درې کلونو کې لوګر کې څو سړکونه بیارغولي او راتلونکی کال به هم د سړکونو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
له بلې خوا، د لوګر مرستیال والي محمدانور دینپرور، ویلي، چې دا لويه لار د جنوب ختيځ زون ولايتونه له پلازمېنې سره نښلوي.
هغه زیاته کړې، د دې لویې لارې په بیارغونې سره به د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو موټروانان او مسافر له ډېرو اسانتیاوو برخمن شي.
دینپرور له قراردادی شرکت څخه غوښتي، چې دا سړک په اساسي او معیاري ډول بیارغوي او له ټولګټو ریاست یې هم غوښتي، چې وخت په وخت د دې پروژې څارنه وکړي.
د لوګر یو قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي، له رسنیو په خبرو کې ویلي، چې د دې ولایت خلک له یادې پروژې جدي ملاتړ کوي او له حکومته یې غوښتي، چې د پلعلم ښار او ولسوالیو خراب او خام سړکونه هم په اساسي او معیاري ډول بیا ورغوي.




